د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د وزارت د اورګاډي وزیر مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د اورګاډي د نړیوالې اتحادیې (UIC) په دولسم کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی.
د وزارت ویاند اشرف حق شناس نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۱۸مه په خپل X پاڼه کې لیکلي چې دا سفر پرون ترسره شو او افغان پلاوی به په دې نړیواله غونډه کې په فعاله توګه برخه واخلي.