د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له تاجکستان سره د وارداتي برېښنا د تړون غځولو په موخه ترکیې ته سفر وکړ

انرژۍ وزارت سرپرست

له نوموړي سره په دغه سفر کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس محمد حنیف حمزه او یو شمېر نور مسوولین ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوی به په ترکیه کې، د تاجکستان هېواد د برېښنا مسؤلینو سره د ۲۰۲۳ زېږدیزکال لپاره د وارداتي برېښنا تړون د غځولو په هکله خبرې وکړي او هم به په افغانستان کې د برېښنا د تولید د پراختیا لپاره په یو شمېر ناستو کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې ازبکستان هېواد ته هم سفر کړی و او هلته يې له دغه هېواد سره د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون وغځوه.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د دوو مهمو رسنیو د فعالیت بندول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x