د انجونو د زده‌کړې څلور کلن محرومیت؛ یونیسف د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د افغانستان انجونې د منځني ښوونځیو او پوهنتونونو له زده‌کړې څخه څلور کاله محرومې پاتې دي
د انجونو د زده‌کړې څلور کلن محرومیت؛ یونیسف د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، یونیسف د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د سنبلې ۲۶مه، اعلان وکړ چې نن د افغانستان د انجونو له زده‌کړو څخه د محرومیت څلورم کال پوره سو.

یونیسیف په خپره سوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې زده‌کړه د هر انسان اساسي حق دی او دغه اداره د مختلفو پروګرامونو له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د ټولو انجونو لپاره د لومړنیو، منځنیو او حتی د لوړو زده‌کړو حق تضمین کړي.

دغه اعلامیه په داسې وخت کې خپره سوې چې په افغانستان کې د انجونو د زده‌کړې محدودیتونه لا هم دوام لري او میلیونونه نجونې د منځني ښوونځیو او پوهنتونونو د زده‌کړې څخه محرومې پاتې دي. یونیسیف د دې وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندونه کړې او د عاجلو اقداماتو غوښتنه یې کړې ده تر څو د انجونو د زده‌کړې پر وړاندې خنډونه له منځه یوړل سي.

دغه نړیوالې ادارې همدارنګه د محلي او نړیوالو موسسو سره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی ترڅو د زده‌کړې مساوي فرصتونه برابر سي او اعلان یې کړی چې د انجونو د زده‌کړې د ملاتړ پروګرامونه به په بېلابېلو سیمو کې دوام ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه