د معمار پرس د خبر له مخې؛ د “انتالیا پروسې” د خبرو اترو څلورم پړاو، چې د دوشنبې په ورځ، د جوزا په ۵مه، د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شو، د “افغانستان د موزاییک پلان” په اړه د پراخو نیوکو شاهد و چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر لخوا چمتو شوی و.
د غونډې ګډونوالو، چې پکې د مدني ټولنې فعالین، سیاسي استازي او کارپوهان شامل وو، د خلکو، ښځو او ډیموکراتیکو ځواکونو رول له پامه غورځولو او طالبانو ته د غیر ضروري امتیازاتو ورکولو له امله په دې پلان سختې نیوکې وکړې.