د امنیت شورا فصلي غونډه د افغانستان په اړه ترسره کېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې په دسمبر میاشت کې به خپله فصلي غونډه د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره ترسره کړي.
د امنیت شورا فصلي غونډه د افغانستان په اړه ترسره کېږي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په دسمبر میاشت کې به د افغانستان د وضعیت په اړه خپله فصلي ناستـه ترسره کړي. د شورا په خبره، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت او فعالیتونو په اړه بحث او نظر تبادله وسي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، جورجت ګانیون، د یوناما سرپرست، او همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو شمېر چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي. که څه هم امنیت شورا د غونډې د دقیق وخت او اجنډا جزئیات نه‌دي څرګند کړي، خو د دې غونډې اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د یوناما ماموریت تازه د همدې شورا له‌خوا تمدید سوی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x