د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا د سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړول کولای شي په دې هیواد او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي.
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو د سرپرست حکومت سره په یوه رغنده چوکاټ کې او پرته له فشار څخه ښکیل شي.
د هغه په وینا، د دې طریقې لپاره هیڅ بدیل نشته او د افغانانو اړتیاوو ته درناوی باید لومړیتوب وي.