د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له تصویب څخه د افغانستان د استازولۍ هرکلی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو د پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پرله‌پسې اندېښنې نښه بللې ده.
د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له تصویب څخه د افغانستان د استازولۍ هرکلی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د امنیت شورا له خوا د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو د پرېکړې هرکلی کړي دي . د دې استازولۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت شورا د غړو یووالی ښايي چې د افغانستان وضعیت لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنه ګڼل کېږي.

نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، دغه خبرپاڼه په خپل اېکس پاڼه کې خپره کړې ده.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان استازولي د دې پرېکړې په ترڅ کې د ترهګرۍ غندنه هم ستایي، چې پکښې د داعش، القاعده او اړوندو ډلو ګواښونه هم شامل دي.

په دې خبرپاڼه کې ټینګار سوی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول سي.

د ملګرو ملتونو په بنسټ کې د افغانستان استازولۍ همدارنګه د بشري مرستو بشپړ، خوندي او بې‌خنډه لاسرسي پر اړتیا ټینګار کړی او د مرستندویو چارو کې د ښځینه کارکوونکو د مانا لرونکې ونډې غوښتنه یې کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې همدارنګه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، انجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو د درناوي پر اړتیا ټینګار سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x