د امنیت شورا د افغانستان له خاوري څخه رامنځته کېدونکي امنیتي ګواښونه ارزوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن چهارشنبه (د دلو ۱۵مه) د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د ارزونې لپاره ناسته کوي، چې پکښې د افغانستان له خاورې څخه رامنځته کېدونکي ګواښونه به په ځانګړي ډول تر بحث لاندی ونیول سي .
د امنیت شورا د افغانستان له خاوري څخه رامنځته کېدونکي امنیتي ګواښونه ارزوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن چهارشنبه د افغانستان له خاورې څخه د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د رامنځته کېدونکو امنیتي ګواښونو په تړاو ناسته ترسره کوي، چې پکښې د داعش ډلې ګواښونه په ځانګړي ډول تر ارزونې لاندې نیول سوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه راپور پر بنسټ، چې د جنورۍ په ۳۱مه د امنیت شورا غړو ته سپارل سوی، د داعش له لوري رامنځته کېدونکی ګواښ په پرله‌پسې ډول د زیاتېدو په حال کې دی او دغه وضعیت، په ځانګړي ډول د افریقا په لویه وچه کې، د اندېښنې وړ بلل سوی دی.

په راپور کې د داعش خراسان څانګې پر ګواښ ټینګار سوی او ادعا سوې ده چې دغه ډله د افغانستان په شمالي او سرحدي سیمو کې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې بیا بیا ادعا کړې، چې داعش په افغانستان کې ځپل سوی او دا ډله د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو د زیانمنولو وړتیا نه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x