د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، یکشنبه، د حوت ۲۶مه، اعلان وکړ چې سبا به په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو لپاره د یوې مسودې پریکړه لیک په اړه رایه اچونه وشي.
دا ماموریت، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د یو بل کال لپاره به وغځول شي پرته له دې چې په خپلو دندو او لومړیتوبونو کې بدلون راولي.
په دې مسوده کې، د یوناما ماموریت د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، د سولې او امنیت وضعیت، اقتصادي او بشري شرایطو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو قاچاق، کوچنۍ وسلې، مهاجرت او په افغانستان کې د طبیعي پیښو اغیزو په څیر مسلو بیاکتنه او څارنه شامله ده.
راپورونه ښيي چې د امنیت شورا ټول ۱۵ دایمي او غیر دایمي غړي به د ماموریت د غځولو ملاتړ وکړي.