د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا کانګرس د “ترهګرو لپاره د مالیه ورکوونکو تمویل نه کول” په نوم یو نوی قانون تصویب کړ ترڅو د بهرنیو مرستو او بودیجې پروګرامونو له لارې د طالبانو د تمویل مخه ونیسي. د دې قانون له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړ دی چې طالبانو ته د مالي مرستو د لیږد د مخنیوي لپاره پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړې او پلي کړي. د امریکا د کانګرس غړي ټیم برچټ ټینګار وکړ چې د دې قانون موخه دا دی چې طالبان د نړیوالو مرستو او بودیجې له لارې مالي سرچینو ته د لاسرسي مخه ونیسي. د دې قانون له مخې، د امریکا حکومت اړ دی چې د افغانستان سره د مالي مرستو د لګولو په اړه یو دقیق او جامع راپور چمتو کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116580
۴ اونۍ پیش
شماره خبر 116580
منتشر شده در 5:57 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email