یاد وزارت څرګنده کړه، چې توماس ویست به دغو هېوادونو ته په خپل څلور ورځني سفر کې له امریکايي همکارانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره پر سلا مشورو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس ویست د څلورورځني سفر موخه دا ده، چې له شریکانو او افغان کډوالو سره د هغو د ګڼو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي، چې دمګړۍ د افغانستان خلک، ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
توماس ویست تویت کړی: زه به د جنورۍ له ۲۹ څخه د فبرورۍ تر ۴ پورې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړم، چې له شریکانو، افغانانو او بشردوستانه مرستندویه موسسو سره د هغو غیر معمولي ننګونو په اړه مشوره وکړم، چې مونږ د افغانانو د ملاتړ په برخه کې ورسره مخ یوو.
بهرنیو حکومتونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په وار وار د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې دا پرېکړه بېرته واخلي او افغان میرمنو او نجونو ته د زدهکړو، کار، سپورت او عامه ژوند کولو اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه کوم تعامل ته رسېدلي ندي