له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه د سیګار د وروستي راپور تر خپرېدو وروسته امریکايي رسنۍ فاکس نیوز دغه خبره کړې ده چی انتوني بلینکن؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده. د دغه راپور له مخې دا غوښتنه هغه مهال راپورته شوه چې ګومان کېده د امریکا شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) هم دا خبره کړې وه چی د بهرنیو چارو وزارت دوه دفترونه په دې نه دي توانیدلي چې له افغانستان سره د امریکا د ۲۹۳ میلیونو ډالرو مرستې معلومې کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9967
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 9967
منتشر شده در ۱۱:۳۴ - اسد ۲۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email