د امریکا ستنېدل بګرام ته؛ پاکستان: دا موضوع د کابل او واشنګټن ترمنځ ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې موضوع د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري او اسلام‌اباد په دې اړه کوم نظر نه لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149337
۲ اونۍ مخکی
شماره خبر 149337
منتشر شده در 10:42 ق.ظ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې د بګرام د هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه وې، وویل چې دا موضوع د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې راځي او اسلام‌اباد په دې برخه کې مستقیم دریځ نه لري. شفقت علي خان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په خپله وروستۍ خبري ناسته کې وویل: «له دیپلوماتیک نظره، د بګرام هوايي اډه د افغانستان او امریکا ترمنځ مسئله ده. البته هر څه چې زموږ په سیمه کې پېښېږي، موږ یې په دقت څارو، خو د وړاندې کولو لپاره ځانګړی نظر نه لرو.» د ټرمپ څرګندونو چې د بګرام د هوايي اډې ستراتیژیک موقعیت او د چین نږدېوالي یې یاد کړي وو، د واشنګټن د جیوپولیټیکي اهدافو په اړه اټکلونه راپورته کړي دي. له دې سره سره، پاکستان له هر ډول څرګند دریځ څخه ډډه کړې او یوازې یې د سیمې پر تحولاتو د څارنې ټینګار کړی دی. تر دې وړاندې چین هم د امریکا د بیا پوځي حضور مخالفت کړی و. کابل باید د پاکستان او «ټې‌ټې‌پي» ترمنځ یو انتخاب کړي په همدې غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبریالانو د ګڼو پوښتنو په ځواب کې د افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د اسلام‌اباد رسمي دریځ تکرار کړ. هغه د پاکستان د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په تړاو، چې د بنو په سیمه کې د وژل سویو ۱۶ امنیتي سرتېرو د جنازې پر مهال سوي وې، وویل: «د لومړي وزیر پیغام ډېر روښانه دی: کابل باید د پاکستان او د پاکستانی طالبانو غورځنګ (ټې‌ټې‌پي) ترمنځ یو انتخاب کړي.» د صادق خان، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، د سفرونو په اړه شفقت علي خان ټینګار وکړ چې دغه سفرونه د هغه د منظم دیپلوماتیکو دندو یوه برخه ده او که نوی سفر پلان سي، رسنۍ به خبرې سي. نوموړي وویل: «صادق خان مهم ځای لري او په دوه اړخیزو اړیکو کې د هغه رول پېژندل سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
پرچمپاکستان-1024x682
د پاکستاني خبریال ادعا: اسلام‌آباد په افغانستان کې د ډرون بریدونو طرحه څېړي
عدیل راجه، یو پاکستاني خبریال، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ستاد د افغانستان په خاوره کې د ډرون بریدونو د ترسره کولو طرحې څېړي.
مجاهد-در-نشست-دوحه
مجاهد: د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه خپاره سوي اظهارات رښتیا نه دي
ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه چې د ده له قوله د افغانستان د انټرنېټ د پرې کېدو د علت په اړه خپاره سوي، بې‌اساس بللي دي. نوموړي ویلي، چې په هېڅ خبري ګروپ کې یې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
g7-and-afg
جی۷ او اروپایي اتحادیه: سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بریا کِلی ده
د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې بین‌الافغاني ټول‌شموله بهیر، سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
157208013
طالبان: انټرنېټ د رئیس‌الوزرا په امر فعال سو
انټرنېټ او مخابراتي شبکې د ملا حسن آخند، په امر بېرته فعال سوي، په داسې حال کې چې د انټرنیټ پرېکون د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په فرمان ترسره سوی وو.
مطالب پیشنهادی
پرچمپاکستان-1024x682
د پاکستاني خبریال ادعا: اسلام‌آباد په افغانستان کې د ډرون بریدونو طرحه څېړي
عدیل راجه، یو پاکستاني خبریال، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ستاد د افغانستان په خاوره کې د ډرون بریدونو د ترسره کولو طرحې څېړي.
مجاهد-در-نشست-دوحه
مجاهد: د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه خپاره سوي اظهارات رښتیا نه دي
ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه چې د ده له قوله د افغانستان د انټرنېټ د پرې کېدو د علت په اړه خپاره سوي، بې‌اساس بللي دي. نوموړي ویلي، چې په هېڅ خبري ګروپ کې یې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
g7-and-afg
جی۷ او اروپایي اتحادیه: سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بریا کِلی ده
د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې بین‌الافغاني ټول‌شموله بهیر، سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
721a1a4b-a5c7-45ff-948a-3a365d6e06fd_w1080_h608-1024x576
عزیزی بانک د انټرنېټ له وصلیدو وروسته خپلې چارې عادي حالت ته راګرځوي
عزیزی بانک، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله یې خدمات دریدلي وه، اعلان وکړ چې له پنجشنبې ورځې به، د ستونزې له لرې کېدو سره، خدمات په مرکز او ولایتونو کې بېرته عادي سي.
آخرین اخبار مهم
د افغان ساینس نندارتون، د ایران او افغانستان ترمنځ د علمي او ټکنالوژیکو همکاریو د پیاوړتیا فرصت
۱ ورځ مخکی
پاکستان د طالبانو د مخالفانو کوربه‌توب کوي
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
۱ ورځ مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنجشنبه د 1404 کال د میزان 10)
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، د میزان 10
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، چهارشنبه، د میزان9
۲ ورځې مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( سه شنبه د 1404 کال د میزان 8)
۲ ورځې مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، د میزان 8
۳ ورځې مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
گزارش و مصاحبه
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۱ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ