د امریکا ستنېدل بګرام ته؛ ملا هبت‌الله د طالبانو مشران کندهار ته ور وغوښتل

هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو د کابینې لوړپوړي چارواکي یوې ځانګړې ناستې ته کندهار ته ور بللي دي، څو د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې په اړه چې د بګرام هوايي اډه بیرته ترلاسه کړي، سلامشورې وکړي.
رهبر-طالبان

سرچینو ویلي چې هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو غائب مشر، د طالبانو لوړپوړي چارواکي د کابینې یوې ناستې ته کندهار ته ور غوښتي، څو د امریکا د ولسمشر د غوښتنې په اړه چې د بګرام اډې په تړاو دی، خبرې وکړي. د سرچینو په وینا، تمه ده دا غونډه په راتلونکو ورځو کې ترسره سي او د طالبانو یو شمېر چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل سوې ده. که څه هم د طالبانو مشر له ځینو وزیرانو او د طالبانو د سترې محکمې له رئیس سره د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې په تړاو چې بګرام هوايي اډه بېرته ورکړل سي، خبرې کړي دي؛ خو سرچینې وايي، هبت‌الله اخندزاده غواړي له کابینې سره په پراخه توګه د دې موضوع په اړه سلامشورې وکړي. خو د طالبانو ویاند ویلي چې دوی به د بګرام اډه امریکا ته ورنه کړي. دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د بګرام هوايي اډې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې او طالبانو ته یې ګواښ کړی چې که دغه اډه امریکا ته ورنه کړي، «بدې پېښې» به رامنځته سي. تر دې مخکې هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې له یو شمېر لوړپوړو طالب مشرانو لکه یعقوب مجاهد، امیر خان متقي، عبدالحکیم حقاني او نورو چارواکو سره پر همدې موضوع سلامشورې کړې وې. اوس سرچینې وايي چې دا خبرې بسنه نه کوي او د طالبانو مشر د کابینې لوړپوړي چارواکي د بګرام هوايي اډې په تړاو د کابینې ناستې ته کندهار ته ور بللي دي. په همدې مهال د طالبانو ویاند په یوې مرکه کې له العربیه سره د بګرام اډې امریکا ته سپارل رد کړي او آن د ټرمپ ادعا یې هم چې ګواکې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د دې اډې پر سر خبرې روانې دي، رد کړې ده. هغه ویلي چې له امریکا سره خبرې یوازې د بندیانو د خوشې کېدو او اقتصادي اړیکو په اړه وې. ذبیح‌الله مجاهد د ټرمپ د ګواښ په ځواب کې هم ګواښ کړی چې که د ټرمپ اداره کومه بده کړنه وکړي، طالبان به هم بد غبرګون وښيي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه