د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ له منشور څخه د افغانستان د نوم حذف

په تازه نسخه کې چې د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ منشور د ډونالډ ټرمپ د حکومت له‌خوا خپره سوې، د افغانستان نوم په بشپړ ډول لیرې سوی؛ یوه موضوع چې دا څرګندوي چې افغانستان نور د واشنګټن د بنسټیزو لومړیتوبونو په کتار کې نه راځي.
د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ له منشور څخه د افغانستان د نوم حذف

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په تازه نسخه کې چې د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ منشور د ډونالډ ټرمپ د حکومت له‌خوا خپره سوې، د افغانستان نوم په بشپړ ډول لیرې سوی؛ او د افغانستان نوم ددې سند په هیڅ برخه کې نه دی یاد سوی، حال دا چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د امریکا د بهرنۍ او امنیتي تګلارې یو مهم محور بلل کېده.

په پخوانیو اسنادو کې، افغانستان د تروریزم پر ضد جګړې او دیموکراسۍ د ټینګښت په برخو کې د امریکا له مهمو شریکانو څخه شمېرل کېده، خو په نوې ستراتیژۍ کې د امریکا امنیتي او جیوپولیتیک تمرکز د نړۍ پر لویو سیالانو لکه چین، روسیې او نورو نوې څرګندو نړیوالو چلنجونو ورټول سوی دی.

شنونکي وایي چې له سند څخه د افغانستان حذفول ښيي چې واشنګټن په دې هېواد د اوږدمهالو ستراتیژیکو ژمنو فصل تړلی او اوس خپل پام د نړۍ پر لویو ګواښونو راټولوي. دوی باور لري چې دا اقدام به د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د سیمې پر راتلونکو تعاملاتو اغېز ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x