د امریکا د  سنا جرګې له لوري طالبانو ته د مالي مرستو د بندولو د لايحي تصويب

د امریکا د سنا جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې دغه لايحه د افغانستان لپاره د طالبانو د مالي لاسرسي د بندېدو په اړه تصويب کړه.
د امریکا د  سنا جرګې له لوري طالبانو ته د مالي مرستو د بندولو د لايحي تصويب

جيم ريش، د امریکا د سنا جرګې د بهرنيو اړیکو د کمېټې مشر، د يو رسمي خبر په خپرولو سره ويلي دي چې دغه لايحه د جمعې ورځي په سهار، د دلو د مياشتې په لسمه نېټه، په دې کمېټه کې تصويب سوې ده.
هغه زياته کړې: «دغه لايحه ډاډ ورکوي چې حتی يو ډالر به د امريکايانو له پيسو څخه په افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو، لکه طالبانو، لاس ته ونه رسيږي.»

د سنا جرګې د بهرنيو اړیکو د کمېټې مشر همدارنګه ويلي دي: «د امريکا پوځي ځواکونو په کلونو له طالبانو سره جګړه کړې ده. په افغانستان کې له دوو زرو زيات امريکايان وژل سوي او تر شلو زرو زيات ټپيان سوي دي. دا چې د امريکايي ماليه ورکوونکو هر ډول پيسې دې دغه وژونکي رژيم ته ورسيږي، د دغو پخوانيو سرتېرو او د هغوی د کورنيو لپاره به يو سپکاوی وي.»

دغه لايحه چې د «ترهګرو ته د ماليه ورکوونکو يو ډالر هم نه» تر سرليک لاندې ياديږي، تر دې وړاندې د امريکا د استازو جرګې له لوري تصويب سوې وه.

د سنا د بهرنيو اړیکو د کمېټې مشر ويلي دي چې اوس دغه لايحه د ولسمشر د توشيح پړاو ته يو ګام نږدې سوې ده.

دا لايحه د امريکا د استازو جرګې غړو، دبورچت ټیم،  تېر کال د جدۍ په مياشت کې وړاندې کړې وه.

د لايحې له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مکلف ګرځي چې طالبانو ته د هر ډول بهرنيو مرستو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه او عملي کړي.

بورچت ټیم ويلي وو چې دا لايحه د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق او د افغانستان د مرکزي بانک څارنه هم رانغاړي.

دغه لايحه د قانون په توګه د نافذېدو لپاره بايد د امریکا د سنا په عمومي غونډه کې تصويب سي او وروسته د امريکا د ولسمشر، دونالد ټرمپ، له لوري توشيح سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x