د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ مارکو روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د فاکسنیوز له شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغان پناه غوښتونکو د مخینو او شالید څېړل، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، اوس د طالبانو د واکمنۍ له امله «نژدې ناممکن» سوي دي.
هغه ټینګار کړی چې اوس مهال، افغانستان نه یوازې یو فعال او بااعتماده حکومت نه لري، بلکه د هغه ډلې تر کنټرول لاندې دی چې د هغه په وینا ترهګریزه ډله ده، او ددې هیواد د اوسیدونکو اړوند د باور وړ معلومات په لاسرسی کې نسته.
روبیو په دې مرکه کې زیاته کړه: «تاسو نسئ کولای د هغو کسانو مخینه وڅېړئ چې هېواد یې د هغوی په اړه هېڅ معلومات نه لري او هېڅ اداره شتون نه لري چې د دغو معلوماتو د تایید یا رد کولو صلاحیت ولري.»
د هغه په وینا، د ډونالډ ټرمپ حکومت د داخلي او نړیوالو فشارونو سره سره د افغان پناه غوښتونکو د منلو پروسه قصداً ورو کړې وه، څو د دقیقې ارزونې فرصت برابر سي.
مارکو روبیو څرګنده کړه: «موږ له پیل څخه په احتیاط عمل کړی. ډېر کسان زموږ ترڅنګ د ژباړونکو او یا هم د پوځي همکارانو په توګه کار کړی او ژوند یې له خطر سره مخ وو، خو زموږ موخه دا ده چې د مشکوکو کسانو له داخلېدو څخه مخنیوی وسي او د امریکا داخلي امنیت خوندي پاتې سي.»



