د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د واشنګټن د مثبتو اړیکو پر وړاندې خنډ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د واشنګټن د مثبتو اړیکو پر وړاندې خنډ دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر کړې ده چی د طالبانو له خوا د امریکايي اتباعو نیول له دغې ډلې سره د واشنګټن د مثبتو اړیکو په وړاندې یو مهم خنډ دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې د چهارشنبې په شپه په يوه خبري غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه: “د امریکايي اتباعو نیول له طالبانو سره د امریکا د مثبتو اړیکو په لاره کې یو مهم خنډ دی.” په افغانستان کې د امریکايي بندیانو شمېر معلوم نه دی او طالبانو هم د شمېرو له وړاندې کولو پرته تایید کړې چې یو شمېر یې بندیان دي. د مېلر په وینا امریکايي چارواکو تل له طالبانو څخه د دغه هېواد د اتباعو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د یادولو وړ ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې یو امریکايي تبعه رایان کاربیټ نیولی و.

بیشتر بخوانید:  مولانا فضل‌الرحمان: پاکستان او طالبان دې د ستونزو د هواري لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x