د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه دوام لري

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن د پنټاګون پر ځواکونو ټینګار کړی چې په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز وکړي.

هغه د القاعدې او داعش په خلاف وروستیو کامیابو عملیاتو ته په اشارې سره وویل: هیڅ دښمن نه دی توانیدلی چې له افغانستان او د نړۍ له کوم ځای څخه زمونږ په خاوره برید وکړی.

په دغه پیغام کې چې د اګست په ۳۰مه نېټه یې د «افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو» د یوه کال په مناسبت ویلي وو، آسټن ټینګار کړی چې جګړه د دفاع لپاره اړینه وه او القاعده وتوانېده چې د سپټمبر د ۱۱ مې وحشتناک بریدونه پلان او عملي کړي.

هغه د امریکايي پوځیانو د قربانیو د “ژورې ستاینې” په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د دوی حضور پر امریکا د بریدونو مخه نیولې وه.

د امريکا د دفاع وزير د تروريستانو د تعقيب د دوام او د القاعدې د مشر ايمن الظواهري او د اسامه بن لادن مرستيال ته په سزا ورکولو کښې د وروستيو برياليتوبونو په بيانولو سره وويل: مونږ پوهيږو چې دغه کار نه دى ختم شوى.

بیشتر بخوانید:  چین افغانانو ته د ویزو ورکول پیل کړل

آسټن دا هم یادونه وکړه چې “په وروستیو میاشتو کې، د امریکا پوځ په بریالیتوب سره د داعش د مهمو مشرانو په وړاندې عملیات ترسره کړي دي.”

په همدې حال کې طالبانو د اګست ۳۱ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د امریکا د ماتې د یو کالیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x