د امریکا حکومت یو ځل بیا رخصت سو

د متحده ایالاتو فدرالي حکومت سره له دې چې د ۲۰۲۶ مالي کال د بودجې د تصویب په اړه د وروستۍ شېبې هوکړه د امریکا د سنا له خوا تصویب سوې وه، خو د متحده ایالاتو فدرالي حکومت بیا هم موقتي تعطیل ته داخل سو.
د امریکا حکومت یو ځل بیا رخصت سو

د متحده ایالاتو فدرالي حکومت هغه مهال موقتي تعطیل ته داخل سو، چې د استازو جرګې د ټاکل سوي ضرب‌الاجل تر رسېدو مخکې د ۲۰۲۶ مالي کال بودجه تصویب نه کړه.

د حکومت تعطیلي د شنبې په سهار هغه مهال پیل سوه، چې د جمعې د نیمې شپې ضرب‌الاجل د کانګرس له لوري د ۲۰۲۶ مالي کال د بودجې د تصویب لپاره پای ته ورسېد. د متحده ایالاتو د مالي کال دوره هر کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلېږي او د راتلونکي کال د سپتمبر تر ۳۰مې دوام کوي.

د امریکا سنا د جمعې په ورځ د ۷۱ موافقو رایو په مقابل کې د ۲۹ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره د بودجې یوه لوی بسته تصویب کړه. په دې بسته کې د کلنۍ بودجې د تخصیص پنځه لایحې او د کورني امنیت وزارت د بودجې دوه‌اوونیز تمدید شامل دي. خو دا قانون د حکومت د جزوي تعطیل له پیل مخکې په نیمه شپه کې نافذ کېدای نه سي، ځکه لا هم د استازو جرګې تایید او د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک ته اړتیا لري.

د دواړو سیاسي ګوندونو قانون‌جوړوونکو ویلي دي چې هڅه کوي د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر څرنګوالي شخړه د فدرالي حکومت نور فعالیتونه ګډوډ نه کړي. خو راپورونه ښيي چې د بودجې خبرې اترې وروسته له هغه ناکامې سوې، چې تاوتریخوالی زیات سو او د مینیسوټا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې د کډوالۍ ادارې د مامورینو له لوري د دوو معترضینو له وژل کېدو وروسته د دموکراتانو غوسه راوپارېده؛ دا موضوع د کورني امنیت وزارت لپاره د نوې بودجې د تخصیص خبرې له اصلي بهیره واړولې.

که چېرې دا تعطیلي تر څو ورځو زیاته دوام وکړي، لسګونه زره فدرالي کارکوونکي به له معاش پرته رخصت ته واستول سي، یا به تر هغه وخته بې‌معاشه کار ته دوام ورکړي، څو بودجه تصویب سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x