د امریکا او قطر د استازو غونډه او په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم ټینګار

د امریکا او قطر د استازو غونډه او په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم ټینګار

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره وکتل او د افغانستان په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم په اړه یې خبرې وکړې. په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د پوهنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې له لولوت الخاطر سره یې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او سوداګرۍ د ملاتړ لپاره د قطر د هڅو په اړه ګټورې خبرې کړې دي. امریکايي استازو په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

بیشتر بخوانید:  د ایران د بندر عباس په شهید رجایي بندر کې سخته چاودنه وشوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x