د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې هېواد یې د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په هڅه کې دی؛ هغه اډه چې په ۲۰۲۱ کال کې پرېښودل سوې وه. په غبرګون کې، د طالبانو چارواکو د امریکا د پوځي حضور اړتیا په افغانستان کې رد کړې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا له لومړي وزیر، کییر استارمر، سره په ګډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې واشنګټن اراده لري بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل واک لاندې راولي.
ټرمپ په دې خبري ناسته کې وویل: «موږ هڅه کوو چې دا بېرته ونیسو، ځکه هغوی زموږ څخه یو شمېر څیزونو ته اړتیا لري.» هغه د دې پرېکړې یو دلیل د بګرام ستراتیژیک موقعیت وباله او زیاته یې کړه چې دا اډه د هغې سیمې څخه یوازې یو ساعت واټن لري چې چین خپلې اټومي وسلې تولیدوي.
له بلې خوا، که څه هم طالبانو تراوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی، ذاکر جلالي، د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه لیکنه کې ویلي: «افغانستان او د امریکا متحده ایالات اړتیا لري چې له یو بل سره تعامل ولري… پرته له دې چې امریکا په دې هېواد کې پوځي حضور ولري.»
دغه څرګندونې کولای سي یو ځل بیا د بګرام هوايي اډه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د نوې لانجې په مرکز بدل کړي.