د معمار پرس د خبر له مخې؛ جنوبي کوریا اعلان کړی، چې د امریکا یوه اتومي الوتکه وړونکې بېړۍ د شنبې په ورځ، د سرطان په دویمه نېټه د دغه هېواد او جاپان سره د ګډو تمریناتو د ترسره کولو لپاره د بوسان بندر ته داخله شوه. دغه امريکايي الوتکه وړونکې بېړۍ چې نن جنوبي کوريا ته ورسېده، تيوډور روزويلټ نومېږي. همدا راز تېره اوونۍ د کارل ونسن په نوم يوه امريکايي الوتکه وړونکې بېړۍ جنوبي کوريا ته ورسېده. د جنوبي کوریا، جاپان او امریکا مشرانو د تېر کال په اګست میاشت کې د ګډو تمرینونو په اړه موافقه وکړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9183
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9183
منتشر شده در ۱۵:۵۳ - سرطان ۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email