د امربالمعروف سرپرست وزیر: د ټولنې اصلاح، د فساد او نشه يي توکو مخنيوی مو اصلي موخې دي

لنډ لینک: https://memar.press/?p=757
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 757
کې خپور شو 12:12 ق.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي تېره ورځ  نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل چې د پیغمبر(ص) د رالېږلو هدف، د نورو له غلامۍ څخه خلاصون او د الله بندګي ته رابلل وو او تېر شل کاله زمونږ قرباني هم د ازادۍ اخیستلو او له غلامي څخه د خلاصون لپاره و.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په تېره یوه کلنه دوره کې داسې امنیت راغلی چې ساری نلري.

د الحنفي په وینا په تېر کې امنیت صفر، فساد او بد اخلاقي اوج ته رسیدلې وه، قومیت، تعصب په داسې حال کې و چې هر چا د خپلې ګټې لپاره همدغه نعرې وهلې او خلک یې په همدغو نومونو غولول.

نوموړي وړاندې وویل زمونږ هېواد کې د فزیکي یرغل ترڅنګ، فکري یرغل هم حاکم و، زمونږ مجاهدین او ازادي غوښتونکي، خلکو ته ډول ډول معرفي کېدل، آن د نورستان غوندې قبائلي سیمه کې یې هم نفوذ کړی و، اوس یې باید په سمه توګه مخه ونیسو.

شیخ محمد خالد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه و ویل چې د امر بالمعروف معنا د ټولنې اصلاح، د فساد او رشوت ختمونه، د نشه يي توکو مخنیوی او د بداخلاقي پايته رسول دي.

هغه د حجاب د فرمان په اړه د خویندو له لوري په تعميل خوښي وښودله او و یې ویل چې آن رسنۍ هم د تلویزون په پرده حجاب مراعات کوي، تالارونو کې هم د منکراتو مخنیوی شوی، پارکونو کې هره خور د سیاحت او تفریح لپاره تللی شي، هغه څه چې همدا شل کاله ملت د هغو غوښتنه درلوده.

سرپرست وزیر زیاته کړه چې علماء دې د امر بالمعروف په  برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، مسئولین هم د امر بالمعروف له محتسبینو سرمرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې که د امربالمعروف وزارت محتسبین تېروتنې کوي او څوک و ځوروي نو له دندو څخه به يې ګوښه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
1de21348-da5e-4315-85ca-5a8a59b7f113_w408_r1_s
د افغانستان په جنوبي پولو کې انساني ناورین؛ نړیواله ټولنه باید اقدام وکړي
د پاکستان له‌خوا د افغان مهاجرینو د ډله‌يیز اخراج د دوام په تعقیب، کارپوهانو او د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د استوګنې د اسانتیاوو او لومړنیو خدماتو د نشتوالي له امله د افغانستان په جنوبي پولو کې د یو پراخ انساني ناورین د رامنځته کېدو احتمال سته.
بازگشت-مهاجرین-افغان
یوازې د یوې ورځې په اوږدو کې د ۲۸۰۰ څخه زیاتو کورنیو ستنېدل افغانستان ته
د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ستنېدو لړۍ په دوام کې، د طالبانو رسمي سرچینو ویلي چې یوازې د تېرې یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه)، له بېلابېلو پولو څخه له ۲۸۰۰ څخه زیاتې افغان کورنۍ هېواد ته ستنې سوې دي.
masjed-mazar-
د مزار شریف تاریخي جومات ته د وروستۍ زلزلې سخت زیان + ویډیو
هغه زلزلې چې د دوشنبې په سهار د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول، د استوګنیزو او تاریخي ځایونو ترڅنګ، د مزار شریف آبی جومات ته یۍ هم درانه زیانونه اړولي دا جومات د هېواد له مهمو مذهبي او تاریخي بناوو څخه شمېرل کېږي.
تمدید-قرارداد-واردات-برق-افغانستان-
د زلزلې له امله د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د برېښنا پرې کېدل
د برشنا شرکت اعلان کړی د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا مزي له مدار څخه وتلي او د هېواد په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول کابل کې، برېښنا پرې سوې ده.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.