د افغان کډوالو ګډه غوښتنه: د اخراجونو بندیدل

په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو د یو شمېر مدني بنسټونو سره په ګډه یو لیک صادر کړ، چې په کې یې د نړیوالو ادارو، له جملې د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې، څخه غوښتنه سوې چې د افغان مهاجرینو جبري اخراج سمدستي ودرول سي.
د افغان کډوالو ګډه غوښتنه: د اخراجونو بندیدل

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د یو شمیر مدني ټولنو سره په یو ګډ لیک کې د جبري اخراج د بهیر د بندیدو غوښتنه کړې ده. دغه لیک څو نړیوالو ادارو ته استول سوی، له جملې یې د کډوالو چارو د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ (UNHCR)، د بشري حقونو دفتر (OHCHR)، اروپایي اتحادیه او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) شامل دي.

د لیک لیکوالانو ویلي چې د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ د کړکیچونو د زیاتیدو په نتیجه کې پر افغان مهاجرینو فشارونه هم لوړ سوي دي.

هغوی ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید د نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون د جبري اخراج د اصل، پابند پاتې سي. په لیک کې راغلي چې د کډوالو وضعیت د سیاسي ګټو لپاره کارول د بشري اصولو او د نړیوالو حقوقي ژمنو خلاف دی. لیک امضا کوونکو له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې د دیپلوماتیک فشار او عاجلو مرستو له لارې د کډوالو د اخراج مخه ونیسي او د هغو کسانو د پېژندنې او بیا مېشتولو بهیر په خوندي هیوادونو کې چټک کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د پای راهیسې تر اوسه پورې د اخراج د طرحې له پیل راهیسې، له پاکستانه شاوخوا یو نیم میلیون افغان اتباع یا اخراج سوي یا اړ سوي چې له دې هېواد څخه ووځي.

د دې کسانو په منځ کې ګڼ شمېر سیاسي کډوال، خبریالان، مدني فعالان او ښځې شاملې دي، چې د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته د طالبانو له احتمالي تعقیب او ځورونې څخه د ژغورنې لپاره پاکستان ته پناه وړې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه