د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په چهارشنبه (۱۱ فبروري) نېټه یې ۴۷ افغان وګړي له اسلامآباد څخه برلین ته لېږدولې دي . د راپورونو له مخې، دغه کسانو میاشتې په پاکستان کې د آلمان ته د تګ په انتظار تيري کړي وي .
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه افغان وګړي د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې او د قانوني مراحلو د بشپړولو او ویزې د ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته داخل سوي دي.
په تېرو میاشتو کې، د شرایطو وړ کسانو یوه برخه د ځانګړو الوتکو یا عادي پروازونو له لارې آلمان ته رسېدلي ده . د دغو لېږدونو یوه برخه هم د آلمان د محاکمو د پرېکړو له مخې ترسره سوې ده.
په اوس وخت کې، ډېری افغان کورنۍ چې په اسلامآباد کې دي او د آلمان د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، په نامعلوم وضعیت کې دي او میاشتې یا حتی کلونه د خپلو دوسیو د وروستي پرېکړې په تمه دي.
د آلمان حکومت مخکې ژمنه کړې وه چې ټول د شرایطو وړ افغانان به هر څومره ژر چې شونې وي له پاکستان څخه آلمان ته ولېږدوي؛ خو دا پروسه له ځنډ سره مخ سوي ده. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت هم د دې افغانانو یوه برخه بېرته ایستلې ده.



