په امریکا کې د افغان کډوالو د دایمي استوګنې د اسانتیا او ګړندۍ کولو لپاره د کانګرس د څو غړو هڅې اعلان شوې دي. د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو په امریکا کې د افغان کډوالو د دایمي استوګنې د اسانتیاو او چټکتیا په هدف د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو لایحه یو ځل بیا وړاندیز کړې ده. دا یوه دوه اړخیزه هڅه ده چې په افغانستان کې د امریکا د متحدینو ساتنه وکړي او د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغان کډوالو سره مرسته وکړي. د امریکا د استازو د جرګې دیموکرات غړي ارل بلومینار، د استازو د جرګې د جمهوري غوښتونکو غړې ماریانت میلر مکس، دیموکرات سناتور ایمي کلبوچر او جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام سره یوځای دا پلان پیل کړ
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5327
۱ کال پیش
شماره خبر 5327
منتشر شده در ۱۳:۳۲ - سرطان ۲۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email