د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره عالي کمیسیون په راپور کې ویلي چې پرون یو زرو۶۳ کورنۍ د هېواد بیلابیلو سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته ستنې سوي دي.
د طالبانو تر کنترول لاندې رسنیو په حواله، دغه کورنۍ د بېلابېلو سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته داخل سوي؛ له دې جملې څخه ۳۰ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې، ۱۸۵ کورنۍ د قندهار د اسپینبولدک له لارې، ۷۹۰ کورنۍ د ننگرهار د تورخم له لارې او ۵۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې داخل سوي دي.
یوازې په یوه ورځ کې د دې شمېر کورنیو ستنیدل د افغان کډوالو د جبري اخراج یا ستنیدو د زیاتوالي شدت څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د ورته پروسې په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ستنې سوي وې.
دغه بهیر په داسې حال کې دوام لري چې ډېری ستنیدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي؛ د سرپناه، روغتیایي خدماتو او د معیشت د سرچینو د لاسرسي په برخه کې، او د مرستندویه ادارو په وینا، په سرحدي سیمو کې د مرستې وړ ظرفیتونه تر فشار لاندې دي.



