د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) راپور ورکړی چې یوازې په یوه ورځ کې ۲٬۱۹۴ د افغان کډوالو کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې، په ځانګړې توګه له پاکستانه، افغانستان ته راستنې سوې دي. د راپورونو له مخې، دوه ورځې وړاندې هم نږدې دوه زره نورې کورنۍ هېواد ته داخلې سوې وې.
په وروستیو اونیو کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر شدت موندلی، او زرګونه کورنۍ پرته له دې چې د استوګنې یا لومړنیو روغتیایي او بشري اسانتیاوو زمینه ورته برابره سي، بېرته افغانستان ته استول کېږي. د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستانه، د افغان کډوالو د ایستلو دا لړۍ په وروستیو اونیو کې نوره هم چټکه سوې ده او د هغوی جبري ستنېدل د افغانستان په پولو کې په یوه جدي بشري ناورین بدل سوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ګډ راپور کې خبرداری ورکړی چې د دې بهیر دوام کولای سي د افغانستان د پولو په اوږدو کې د یوې لا پراخې بشري فاجعې سبب سي.
یادو دوو نړیوالو بنسټونو ټینګار کړی چې د سرپناه کمښت، د څښاک اوبو نشتوالی او د مناسبې روغتیايي پاملرنې نشتون په سرحدي سیمو کې د بېرته ستنېدونکو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د عاجلو مرستو لپاره لاس په کار سي.




