د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله او مالي فنډ جوړ کړی دی.
دا اقدام د هند، برتانیا او آسټرالیا په همکارۍ د هغو افغان ښځینه لوبغاړو سره د مرستې لپاره شوی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هیواده وتلو ته اړ شوې وې.
د کرکټ د نړیوالې شورا رئیس جې شاه وویل: “دا پروګرام د یوې جامع پلان سره د افغان ښځینه کرکټرانو ملاتړ کوي او د ښځو د سپورت ودې ته نړیواله ژمنتیا څرګندوي.”
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، افغان ښځې د سپورت او زده کړې په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې، خو دا نوښت کولای شي دوی ته هیله او پیوستون راوړي.