د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د ۲۰۸ ښځینه زده کوونکو لپاره سکالرشپونه لغوه کړي دي.
دا محصلین چې اوس یې اکاډمیک راتلونکی په شک کې دی، په دې وروستیو کې رسمي خبرتیاوې ترلاسه کړې چې د دوی مالي ملاتړ به پرې شي.
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.
د دې بورسونو پای ته رسیدو نه یوازې د دې محصلینو راتلونکی له خطر سره مخ کړی، بلکې په هیواد کې یې د ښځو لپاره د تعلیمي فرصتونو د لا محدودولو په اړه اندیښنې هم راپورته کړې دي.