د افغان ښځو او انجونو د ملاتړ په اړه د کاناډا ټینګار

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کاناډا استازولۍ د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، له قاطع ملاتړه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد به له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او روان انساني بحران ته د نړیوال پام رااړولو لپاره هڅې جاري وساتي.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=157454
۵ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 157454
کې خپور شو 5 ساعتونه پیش

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کاناډا دایمي استازولۍ اعلان کړی چې دغه هېواد به د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، له پیاوړي ملاتړ څخه لاس وانخلي.

دا دریځ په هغه ځانګړي ناستې کې څرګند سو چې د یو شمېر افغان فعالانو، د مدني ټولنې استازو او نړیوالو چارواکو په ګډون ترسره سوې وه. د کاناډا استازولۍ په خپله رسمي «ایکس» پاڼه کې لیکلي چې د ناستې موخه د نړیوالو د دایمي پاملرنې جلبول دي، په ځانګړې توګه د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په برخه کې.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنيټ هم ګډون درلود او د افغانستان د بشري حقونو د خراب وضعیت او د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

د کاناډا استازولۍ ټینګار کړی چې د دې هېواد حکومت د افغان ولس د حقونو د دفاع لپاره په نړیواله کچه خپلې هڅې ته دوام ورکوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان د روان انساني او بشري حقونو له بحران سره بې‌پروا پاتې نه سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
tazahorat-
په لنډي کوتل کې د سوداګرو او موټرچلوونکو لاریون د تورخم د بندر د تړل کېدو پر ضد
یو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د چهارشنبه په ورځ (د لړم ۷مه) د تورخم بندر ته نږدې د لنډي کوتل په بازار کې لاریون وکړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې دا مهم سوداګریز بندر ژر تر ژره پرانیزي.
افغانستان-و-یونما
د مخدره موادو د مبارزې په لړ کې د طالبانو او یوناما ټینګار پر نړیوالو همکاریو
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال او د ملګرو ملتونو د سیاسي څانګې رئیس ترمنځ د لیدنې پر مهال، دواړو خواوو د کښت، قاچاق او د روږدو درملنې په برخه کې د ګډو هڅو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
neshast-komosion-abi
د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به په تهران کې ترسره سي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د طالبانو د اوبو او انرژۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال هوکړه کړې چې د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به ژر په تهران کې ترسره سي، څو د حق‌الابه او نړیوالو تالابونو اړوند موضوعات تعقیب سي.
برقققق-3
د ازبکستان وارداتي برېښنا له لسو ورځو پرې کېدو وروسته په افغانستان کې بېرته وصل سوه
د «برشنا» شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان له لوري واردېدونکې د برېښنا یو لین، چې نږدې لس ورځې مخکې د دواړو هېوادونو په صفري نقطه کې پرې سوې وو، بېرته نښلول سوې دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.