د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو ویلي چې یوازې تېره ورځ، دوه زره ۹۶۳ افغانې کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو هېواد ته راغلې دي.
باختر خبري اژانس، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسمي ادارې، د سه شنبې په ورځ (۱۳ د عقرب) راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زرګونه افغانې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې سوې دي. د راپور پر بنسټ، ۳۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د ابریشم پله له لارې، ۷۱ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې، ۱،۰۰۴ کورنۍ د قندهار د سپینبولدک له لارې، ۱،۷۰۰ کورنۍ د ننگرهار د تورخم له لارې، او ۱۵۵ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته داخل سوې دي.
په وروستیو اوونیو کې، د افغان مهاجرینو د پاکستان له لوري د ایستلو بهیر په څرګنده توګه زیات سوی دی. د پاکستان دفاع وزیر هم ټینګار کړی وو چې هېواد یې نور د «مېلمه پالنې» توان نه لري او میلیونونه افغان مهاجر باید د پاکستان خاوره پرېږدي. په همدې حال کې، نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د دې جبري راستنېدو له امله انساني بحران رامنځته کېدای سي، ځکه ډېرې کورنۍ چې بېرته راغلي، په افغانستان کې د سرپناه، خوراکي موادو او لومړنیو خدماتو له کمښت سره مخ دي.







