د افغان ساینس نندارتون، د ایران او افغانستان ترمنځ د علمي او ټکنالوژیکو همکاریو د پیاوړتیا فرصت

په افغانستان کې د ایران کلتوري سلاکار د فردوسي مشهد نړیوال پوهنتون له رهبري هیئت سره په لیدنه کې، د علمي همکاریو او د ایران د پوهنتونونو فعاله ونډه د افغانستان په لومړي نړیوال نندارتون «افغان ساینس» کې د ګډون زمینه وڅېړل سوه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151245
۳ ساعتونه مخکی
شماره خبر 151245
منتشر شده در 1:21 ب.ظ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ورځ، د تلې ۷مه/۱۴۰۴، ډاکټر سید روح‌الله حسيني، په افغانستان کې د ج.ا.ایران کلتوري سلاکار، د ډاکټر علي سلطاني هروي، د افغان ساینس نندارتون علمي او اجرایي منشي، په ملتیا، د ډاکټر عبدالرضا جوان جعفري، د فردوسي نړیوال پوهنتون د رئیس، او د دې پوهنتون د رهبري هیئت سره ولیدل. د دې ناستې اصلي محور د ایران د علمي او اکاډمیکو بنسټونو د حضور څرنګوالی په نړیوال افغان ساینس نندارتون کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو پراختیا وه. په دې ناسته کې، د فردوسي پوهنتون رئیس د ایران او افغانستان ترمنځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو اهمیت یاد کړ او ددې پوهنتون چمتووالی یې د علمي، څېړنیزو او ټکنالوژیکو ستراتیژیکو همکاریو لپاره اعلان کړ. د ج.ا.ایران کلتوري سلاکار په کابل کې هم د افغانستان علمي او ټکنالوژیکو بدلونونو ته په اشارې، د ګډو علمي پروګرامونو د ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغان ساینس نندارتون کې د ایران د معتبرو علمي بنسټونو حضور یې د علمي او کلتوري همکاریو د زیاتوالي لپاره اړین وبله. د افغان ساینس نندارتون علمي او اجرایي منشي د دې پروګرام اهداف تشریح کړل او ټینګار یې وکړ چې افغان ساینس د افغانستان لومړنی او تر ټولو مهم علمي، تعلیمي او ټکنالوژیک نندارتون دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت، د معارف وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ملاتړ ترسره کېږي. نوموړي د ایران د پوهنتونونو حضور د افغانستان د علمي فعالیتونو د کمیټي او کیفي ارتقا لپاره خورا اغېزمن وبله. د افغان ساینس ځانګړی نندارتون (AFGHAN SCIENCE EXPO 2025) ټاکل سوې چې د ۱۴۰۴ د عقرب ۸مه (۲۰۲۵ د اکتوبر ۳۰مه) د کابل د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره سي. دا پروګرام به د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو، سټارټاپونو، د روباټیک او ټکنالوژۍ فعالانو او د افغانستان او نړۍ د علمي بنسټونو په ګډون، د «علم او پوهه د افغانستان د تولید او ځان‌بساینې په خدمت کې» تر شعار لاندې ترسره سي. د کارپوهانو په باور، د ایران د معتبرو پوهنتونونو، په ځانګړي ډول د فردوسي مشهد پوهنتون، ونډه کولای سي د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او ټکنالوژیکو همکاریو لارې نورې هم پیاوړې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
خبرنگاران-افغانستان-در-تبعید
د خبریالانو مرکز خبرداری ورکوي: طالبانو په سیسټماتيکه توګه د معلوماتو لاسرسی محدود کړی دی
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۲۲ فرمانونو په صادرولو سره، د معلوماتو لاسرسی، د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکي په سیسټماتيکه توګه محدود کړي دي.
وزارت-تحصیلات-طالبان
۵۰ تازه فرمانونه د استادانو او محصلانو لپاره؛ د انځورونو حذف، د موبایل بندیز او د عمامې تړل
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د استادانو او محصلانو لپاره ۵۰ نوي محدودیتونه وضع کړي چې د پوهنتونونو څخه د انځورونو حذف، د ځیرک موبایلونو بندول او د عمامې تړل پکښې شامل دي.
حذف-نصاب-آموزشی
طالبانو د ازادۍ، ښځو او بشري حقونو په اړه ۵۱ درسونه له درسي کتابونو حذف کړي
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، او سولې، د افغانستان د مکتبونو له درسي کتابونو لیرې سوي، ځکه چې د «اسلام د دین د دستوراتو او د دې ډلې د پالیسیو» سره په ټکر کې دي.
نشست-رسانه-ها-در-کابل
د طالبانو ټینګار پر دې چې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» په غونډه کې
د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت «د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم» په همکارۍ (سه‌شنبه، د میزان اوله) په کابل کې د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.
مطالب پیشنهادی
721a1a4b-a5c7-45ff-948a-3a365d6e06fd_w1080_h608-1024x576
عزیزی بانک د انټرنېټ له وصلیدو وروسته خپلې چارې عادي حالت ته راګرځوي
عزیزی بانک، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله یې خدمات دریدلي وه، اعلان وکړ چې له پنجشنبې ورځې به، د ستونزې له لرې کېدو سره، خدمات په مرکز او ولایتونو کې بېرته عادي سي.
14608322_971-1024x576
د کام‌ایر پروازونه د انټرنېټ له بېرته وصلېدو وروسته له نن څخه پیلېږي
له دې وروسته چې په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې سوي وو، د کام‌ایر هوايي شرکت اعلان وکړ چې خپلې الوتنې به له نن، د پنجشنبې ورځ د میزان ۱۰مه، بېرته پیل کړي.
Zamestan-scaled-1-1024x518
سور صلیب: زرګونه افغان کورنۍ د ژمي د سړې هوا له ګواښ سره مخ دي
د سور صلیب فدراسیون خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو، زرګونه افغان کورنۍ، په ځانګړي ډول په زلزله‌ځپلو سیمو کې، د یخنۍ، بې‌کورۍ او د خوړو د کمښت له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
157208013
طالبان: انټرنېټ د رئیس‌الوزرا په امر فعال سو
انټرنېټ او مخابراتي شبکې د ملا حسن آخند، په امر بېرته فعال سوي، په داسې حال کې چې د انټرنیټ پرېکون د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په فرمان ترسره سوی وو.
آخرین اخبار مهم
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
۴ ساعتونه مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنجشنبه د 1404 کال د میزان 10)
۴ ساعتونه مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، د میزان 10
۴ ساعتونه مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، چهارشنبه، د میزان9
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( سه شنبه د 1404 کال د میزان 8)
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، د میزان 8
۲ ورځې مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( سه شنبه د 1404 کال د میزان 8)
۲ ورځې مخکی
د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته سفر وکړ
۳ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۱ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ