د افغان زده‌کوونکو انجونو لېږد له قطر څخه کاناډا ته د لوړو زده‌ کړو د دوام لپاره

د افغان انجونو یو شمېر محصلینې، چې له قطر څخه د امریکا د مالي مرستو د بندېدو له امله د شړل کېدو له ګواښ سره مخ وې، د کاناډا د ریجاینا پوهنتون له لوري د تحصیلي بورس ترلاسه کولو وروسته کاناډا ته ولېږدول سوې.
د افغان زده‌کوونکو انجونو لېږد له قطر څخه کاناډا ته د لوړو زده‌ کړو د دوام لپاره

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، درې افغان انجونې، چې د امریکا د مالي ملاتړ له پرې کېدو وروسته یې د زده‌کړو دوام له خطر سره مخ سوی وو، په وروستیو کې د ریجاینا پوهنتون د بورس په ترلاسه کولو سره کاناډا ته انتقال سوې. یادې محصلینې د ۲۵ تر ۳۰ پورې د لومړۍ ډلې برخه دي، چې د ریجاینا پوهنتون په ملاتړ یې د لوړو زده‌ کړو فرصت ترلاسه کړی دی.

د پوهنتون چارواکي وایي، د افغانستان د زده‌کړو د بحراني وضعیت او د افغان محصلینو د بې‌سرنوشته پاتې کېدو له امله، دوی پرېکړه وکړه چې دا تحصیلي پروګرام پیل کړي. د راپورونو له مخې، دغو زده‌کوونکو مخکې په قطر کې زده‌کړې کولې، خو د امریکا د تعلیمي بودجې له پرې کېدو وروسته یې د زده‌کړو دوام ممکن نه وو، او په یو نامعلوم وضعیت کې پاتې سوې وې.

د دې محصلینو انتقال کاناډا ته، د افغانستان د ښځینه استعدادونو د ژغورنې او د تعلیمي تباهۍ پر وړاندې یو هیله مند ګام بلل سوی دی. د ریجاینا پوهنتون ویلي، هڅه کوي د نورو افغان انجونو لپاره هم د خوندي او باکیفیته زده‌کړې زمینه برابره کړي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبان لا هم انجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه منع کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x