د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئيس د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا له شارژدافير سره وکتل

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئيس د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا له شارژدافير سره وکتل

دواړو لوریو په دې کتنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو، دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو په تړاو خبرې وکړې.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له افغانستان سره د جنوبي کوریا له کړو بشري مرستو مننه وکړه او د دوام غوښتنه يې ترې وکړه.

د جنوبي کوریا شارژدافیر مون سنګ د افغاني سرې میاشتې له سرپرست سره ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي او بې سرپرسته کورنیو ته به د حِرفوي زده کړو په برخه کې لازمه همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې: (مونږ د تېر په څېر د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ یو او هڅه به وکړو، چې مرسته کوونکو بنسټونو ته د افغانانو اوسنی انځور او د بشري مرستو اړتیا ور وړاندې کړو).

د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئيس تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان لپاره د نيدرلېنډ له سفیر سره هم کتلي وو.

بیشتر بخوانید:  حامد کرزی له افغانستانه ووت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x