د افغانستان ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ګافا سيالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ګافا سيالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

د هېواد د سپورټ عمومي ریاست وايي، دغه سیالي، چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوې، افغانستان د دویم پړاو په لومړيو کې له سیالې لوبډلې د یو ګول په کولو سره مخکې و؛ خو ډېر ژر ترکمنستان هم وتوانېد چې ګول ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي چې د لوبې په جریان کې ترکمنستان ته د پینالټي چانس په لاس ورغی، د افغان لوبډلې ګول ساتونکي وکولی شول، چې په پینالټي کې د ګول مخه ونیسي.

د لوبې پر دوام د ترکمنستان لوبډلې دوه درې نورې حملې هم د افغانستان د ګول ساتونکي په طرف وکړې؛ خو افغان شل کلنې فوټبال ملي لوبډلې وکولی شول، چې په وروستیو لسو دقیقو کې دویم ګول هم ترسره کړي او د یادې سیالي بریا خپله کړي.

د ګافا شل کلنو فوټبال لوبډلو سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کېږي، چې افغانستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان لوبډلې په کې ګډون لري.

نن به د افغانستان په وخت مازیګر ۴:۳۰ بجې د افغان شل کلنو فوټبال ملي لوبډله له تاجکستان سره خپله دویمه سیالۍ ترسره کړي.

بیشتر بخوانید:  ملا یعقوب د پرمختیايي پروژو د امنیت په تامین او د سرحدونو پر امنیت ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x