د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په خپله درېیمه لوبه کې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته، چې د دې سیالیو د تېر جام اتله وه، په ۶۹ منډو ماتې ورکړه. د دې لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د گیند وهنې پیل کړه. افغانستان په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او انګلستان ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په گیند وهنه کې رحمان الله ګربز په ۵۷ توپونو ۸۰ او اکرام علیخېل په ۴۷ گیندونو ۵۸ منډې جوړې کړې. د انګلستان په گیند اچونکو کې عادل رشید درې ویکټې واخیستې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6451
۱ کال پیش
شماره خبر 6451
منتشر شده در ۱۵:۰۳ - میزان ۲۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email