د افغانستان ښځې او انجونې د نړۍ تر ټولو بحراني حالت کي دي

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) او د اسټرالیا لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ښځو او انجونو وضعیت د نړۍ تر ټولو ټیټې او بحراني کچې ته رسېدلی دی، او ټینګار یې کړی چې د بشردوستانه مرستو دوام د دې وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.
د افغانستان ښځې او انجونې د نړۍ تر ټولو بحراني حالت کي دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د اسټرالیا چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د ښځو او انجونو وضعیت د نړۍ تر ټولو بحراني پړاو ته رسېدلی دی، او د بشري مرستو دوام د دې وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.

 کریستین اراب، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د آسیا او ارام سمندر د سیمې سیمه‌ییزې مشرې، د چهارشنبې په ورځ، د دلو په ۱۵مه، اسټرالیایي رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د پرله‌پسې فرمانونو په صادرولو سره، ښځې او انجونې په عملي ډول له ټولنیز ډګره ایستلي دي.

د هغې په وینا، دغه محدودیتونه د زده‌کړو څخه محرومیت، په عامه ځایونو کې د شتون محدودول، ، لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي بندښت او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی رانغاړي.

په همدې حال کې، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ، د جنورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې هېواد یې د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر نور ځانګړي کړي. د دې نوې مرستې په اضافه کېدو سره، له ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته، افغانستان ته د اسټرالیا د بشردوستانه مرستو ټولیزه اندازه ۳۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د اسټرالیا مرستې تر ډېره د ښځو او انجونو ملاتړ، روغتیایي خدمتونه، د خوړو خوندیتوب، او د انساني کرامت او بنسټیزو حقونو ساتنې ته ځانګړې سوې دي.

کریستین اراب ټینګار کړی چې هر ډول بشردوستانه مرستې باید په څرګند ډول د ښځو او انجونو پر ملاتړ راټولي وی ، او زیاته کړې یې ده چې په اوسنیو شرایطو کې څو اړخیز نړیوال نظام او د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا تر هر بل وخت زیات ارزښت لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیوالو بنسټونو په څو ځله د افغانستان د بشري بحران د لا شدیدېدو او د طالبانو د محدودوونکو تګلارو د مستقیمو پایلو په اړه، چې د ښځو او انجونو پر ژوند یې اغېز کړی، خبرداری ورکړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x