د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا: د خلیلزاد خبرې د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی

لنډ لینک: https://memar.press/?p=5713
۲ کلونه مخکی
د خبر شمیره 5713
کې خپور شو 11:41 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد د مرکې په غبرګون کې د هغه خبرې د افغانستان خلکو او سیاسي ټولنې ته «توهین» بللي دي. دغې شورا ویلي چې خلیلزاد د «طالبانو د ویاند» په دریځ کې راڅرګند شوی دی. او د افغانستان د ژغورنې ملي شورا ویلي، چې زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور کسان له طالبانو پاکوي. د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي چې «جنايتکار طالبان» د افغانستان د سياسي انزوا او وروسته پاتې والي لامل شوي او دې ډلې ښځې له تعلیم او کار څخه بې برخې کړي دي او په اندراب، بلخاب او پنجشیر کې یې بندیان وژلې او خلک یې شکنجه کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
kriket-afg
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دوو پرله‌پسې سیالیو په ګټلو د زېمبابوې شل‌اوریزه جام وګټه
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د درې شل‌اوریزه سیالیو په دوهمه لوبه کې د زېمبابوې په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
ذبیح-الله-مجاهد
طالبان: کابل غواړي له اسلام‌آباد سره روان کړکېچ په سوله‌ییز ډول حل سي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د طالبانو اداره هڅه کوي چې له پاکستان سره رامنځته سوي وروستي کړکېچونه د خبرو او تفاهم له لارې، په سوله‌ییز ډول حل کړي.
وزیر-دفاع-پاکستان
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان دې د پاکستان امنیت تضمین کړي، یا دې یې بیه پرې کړي
د پاکستان دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان سوله او امنیت تضمین نه کړي، د هغې له پایلو سره به مخ سي.
بسته-شدن-گذرگاه-تورخم
د تورخم د تګلارې محدود پرانیستل د مهاجرینو پر مخ
د تورخم د پولي د څو ورځو بندېدو وروسته، د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې دا لار به په محدود ډول د افغان مهاجرینو لپاره پرانیستل کېږي، خو د سوداګریزو راکړو ورکړو او عام تګ راتګ به لا هم بند پاتې وي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.