د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې شوې ترڅو “د خدماتو وړاندې کول ښه شي”

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ، په تیر کال کې په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې شوې او د هیواد په رسمي نقشو کې اضافه شوې دي.
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې شوې ترڅو “د خدماتو وړاندې کول ښه شي”

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ځمکې د استملاک او بیا میشتیدنې وزارت عمومي رییس عبدالعلي عمري نن په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نوې ولسوالۍ په بدخشان، لغمان، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندهار او نورستان ولایتونو کې جوړې شوې دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت مسؤل چارواکي زیاته کړه چې دا اقدام به دولتي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي ښه کولو کې مرسته وکړي.

دا ولسوالۍ د پراختیایي پروژو د پلي کولو د چټکولو او د هیواد د مختلفو سیمو د پراختیا په برخه کې د توازن د رامنځته کولو لپاره جوړې شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه