د افغانستان په هکله د انډونیزیا په غونډه کې د بین الافغاني خبرو اترو په پیلېدو تاکید شوی

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې :د دې کنفرانس په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښه‌والي، تعلیم او بین الافغاني خبرو اترو  په برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي.

په دغه غونډه کې د امریکا، نیوزیلنډ، ناروې، امارات او پاکستان په ګډون د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د انډونیزیا د غونډې په غبرګون کې ویلي: د هغوی غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره د تطبیق وړ نه دي، د بین الافغاني خبرو په هکله هم مونږ دلته ډیالوګ لرو، خو په هغه بڼه نه چې دوی یې غواړي، بلکې په هغې بڼه چې موږ او افغانان یې د ضرورت احساس کوو.

بیشتر بخوانید:  طالبان: د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره به د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې نه ځو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x