د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د مالیې وزارت تېره شپه (د قوس ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین، عبدالمتین سعید، په کابل کې له یو شمېر هندي پانګهوالو سره لیدنه کړې ده.
د مالیې وزارت په وینا، عبدالمتین سعید په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ سوی او د پانګهوالو پانګه او شتمنۍ خوندي دي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر سوي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هندي پانګهوالو ژمنه کړې ده چې د انساني، کرنیزو او حیواني درملو تولید، په کرنه کې د عصري ټکنالوژۍ د کارونې، د کانونو د استخراج، او همدارنګه په اړوندو برخو کې د افغان کادرونو د ظرفیت لوړولو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې پانګونه وکړي.
همدارنګه، هندي پانګهوالو ویلي چې د کابل په ښار کې یې د سترګو د عصري روغتون په جوړولو کې پانګونه کړې ده. د هغوی په وینا، د دې روغتون د جوړولو چارې دا مهال وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او ډېر ژر به د سترګو د ناروغیو د درملنې معیاري او باکیفیته خدمات د افغانستان وګړو ته وړاندې سي.



