د افغانستان په اړه د پاکستان او یوناما د استازو ترمنځ خبرې

گفتگوی نمایندگان پاکستان و یوناما درباره افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د پاکستان د څانګې له مشر مالک سیسي سره په اسلام اباد کې د افغانستان پر حالاتو او د دوه اړخیزو ګټو په اړه خبرې وکړې. محمد صادق خان په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې پر امنیتي مسایلو او سیمه ییزو همکاریو تمرکز وشو. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې صادق خان تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په هدف کابل ته سفر کړی و. د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې د سرحدي بریدونو له زیاتوالي وروسته کړکېچ زیات شوی دی. دغه وضعیت په سیمه کې د شخړو د زیاتیدو په اړه نړیوال سازمانونه اندیښمن کړي دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د پوهنې وزارت د علماوو د علمي کچې د لوړولو او دیني عالمانو ته د درجې ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه