د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د تاجکستان د ولسمشر خبرې

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د تاجکستان ولسمشر اعلان وکړ چې امام علي رحمان په دې ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د تاجکستان ولسمشر ویلي، چې نړۍ باید په اوسني ستونزمن حالت کې د افغانستان “رنځور” خلک یوازې پرې نه ږدي.

د تاجکستان د ولسمشر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه هېواد چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلې لوژستیکي وړتیاوې نړیوالې ټولنې ته وسپاري.

د تاجکستان د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دغه هېواد حکومت لا هم د افغان کډوالو په شړلو بوخت دی.

له تاجکستان څخه د کډوالو د جبري اخراج په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوشنبې له حکومته وغوښتل چې دغه بهیر ودروي.

داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د تاجکستان د مشر ترمنځ ټیلیفوني خبرې د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي په موخه شوې وې.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان له خاورې څخه د منځنۍ اسیا امنیت ته د ګواښ په اړه دوامداره خبرداری
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x