د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (UNHRC) اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به په نړۍ کې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړي. دا غونډه به د حوت له ۶مې څخه د راتلونکي کال د حمل تر ۱۵مې پورې په جینیوا د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ترسره شي. د شورا د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې به په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د بشري حقونو وضعیت په اړه بحث وشي. په غونډه کې یو له مهمو ویناوالو څخه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وي، چې وینا یې د جمعې په ورځ، د حوت په ۱۰مه نیټه ټاکل شوې ده. په دې غونډه کې به د ۱۰۰ څخه زیاتو هیوادونو استازي هم ګډون وکړي، او د پرانیستې مراسم به یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټیرش د وینا سره پیل شي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121180
- کې خپور شو 4:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 121180
- February 20, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121180
- کې خپور شو 4:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 121180
- February 20, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول
22 hours پیش

د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي
13:26 - November 6, 2025

سولهایکس؛ د افغانستان د انجونو د زدهکړې لپاره یوه نوې لار
13:13 - November 6, 2025