د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ، د قوس ۱۹مه، به د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره ځانګړی غونډه ترسره کړي. ددې شورا په پیغام کې راغلې چې دغه ناسته د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنو د پراخېدو په منځ کې د بشري حقونو د سرغړونو، بشردوستانه ستونزو او د ترهګرۍ د ګواښونو له امله رامنځته سویو اندېښنو ته د رسیدګۍ لپاره پلان سوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی څانګې (یوناما) د یکشنبې په ورځ، د قوس ۱۶مه، په خپل رسمي اکس پاڼه کې لیکلي چې دا غونډه به د چهارشنبې په ورځ، د قوس ۱۹مه، د کابل پر وخت ۱۹:۳۰ بجې شروع سي.
ټاکل سوې چې په دغه ناسته کې د افغانستان سیاسي، بشري، ټولنیزې، اقتصادي او بشردوستانه ستونزې په پراخه کچه وڅېړل سي. تر دې وړاندې، د امنیت شورا ډېری غړو د طالبانو د پالیسیو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
له بلې خوا، طالبان نړیوالې ناستې بېاغېزې بولي، ځکه چې د هغوی استازي په دغو سازمانونو او نړیوالو غونډو کې نه شاملېږي، او هغوی بیا غوښتنه کوي چې هېوادونه باید له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.



