د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا ترسره کېږي

نشست شورای امنیت سازمان ملل درباره افغانستان فردا برگزار می شود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې سبا (دوشنبه، د مارچ ۱۰مه) به د افغانستان د وضعیت د بیاکتنې لپاره یوه ځانګړې غونډه وکړي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شي او په افغانستان کې به د وروستیو سیاسي پرمختګونو، بشري وضعیت او امنیتي ننګونو باندې تمرکز وکړي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي) مشره، روزا اوتونبایوا به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه یو تازه راپور وړاندې کړي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو یو اړخیزه توب او د دې ډلې له انعطاف نه درلودل څخه د مخالفینو مایوسي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه