د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق خان، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی تهران ته د ایران د مسؤلینو سره د وروستیو سیمهییزو پېښو په اړه د مشورې په موخه تللی دی. په دې سفر کې د افغانستان په محور به د سیمهییزو وروستیو پېښو ارزونه او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو تمرکز وسي. دا سفر د افغانستان په اړه د سیمې د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په دوام ترسره سوی دی. د روان کال د سنبلې په ۲۱مه، د افغانستان په چارو کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو ځانګړو استازو د دوه ورځو لپاره د دوشنبه ښار، د تاجیکستان په پلازمېنه کې غونډه وکړه. همدارنګه دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې، د افغانستان په محور د ایران، چین، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه نیویارک کې ترسره سوه.
- د پاکستان او ایران د سیمهییزې همکارۍ پراختیا
محمد صادق خان، تهران ته سفر کړی ترڅو د ایران له چارواکو سره وویني او د سیمهییزو وروستیو پېښو ارزونه وکړي. دغه لیدنه همدارنګه د افغانستان په محور باندې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ټینګار لري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=150857
۷ ساعتونه مخکی
شماره خبر 150857
منتشر شده در 5:31 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی