د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ دغو بريدونو د پکتیکا او ننګرهار په ولايتونو کې پنځه ولسوالۍ په نښه کړې دي. پاکستان هم اعلان کړی چې د ننګرهار د بهسود، خوږياڼي او غنيخېل ولسوالۍ او د پکتیکا د برمل او ارګون ولسوالۍ په دې عملياتو کې په نښه سوې دي.
تر اوسه د دغو بريدونو د احتمالي مرګژوبلې او زيانونو په اړه کره جزييات نه دي خپاره سوي. عاکف مهاجر، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پخوانی وياند دي، ادعا کړې چې په دغو بريدونو کې د پکتیکا ولايت يوه مدرسه هم په نښه سوې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او رسنيو وزارت په خپره سوې اعلاميه کې ويلي چې دغه هېواد په يوه «غچ اخيستونکي» اقدام کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د هغې د اړوندو ډلو اووه اډې او پټنځایونه په نښه کړي دي. د دې ډلو له جملې څخه د داعش خراسان ډله هم ياده سوې ده، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په پولهایزه سيمه کې هدف ګرځولې ده .
د اسلامآباد په رسمي اعلاميه کې راغلي چې پاکستان «کره شواهد» لري چې په اسلامآباد کې پر يوه مسجد وروستي بريدونه، په باجور او بانو سيمو کې امنيتي پېښې، او همدارنګه د بانو په سیمه کې د شنبې د ورځې د حوت د دويمې نېټې پېښه، د تحریک طالبان پاکستان له لوري او په افغانستان کې د مېشتو مشرانو په لارښوونه تنظيم سوې ده. د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان ډله د «خوارجو» په نوم ياده کړي ده .



